۰

امنیتي ځواکونو پاکستان ته قاچاقېدونکې قیمتي ډبرې نیولې دي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، پوله ساتو ځواکونو پاکستان ته زرګونه کیلوګرامه قاچاقېدونکې قیمتي ډبرې نیولې دي.
امنیتي ځواکونو پاکستان ته قاچاقېدونکې قیمتي ډبرې نیولې دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، پوله ساتو ځواکونو پاکستان ته زرګونه کیلوګرامه قاچاقېدونکې قیمتي ډبرې نیولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سرحدي پولیسو دغه قیمتي ډبرې د تورخم په دروازه کې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نېږدې ۱۸ زره کیلوګرامه قیمتي ډبرې چې په ډېر ماهرانه شکل په یوه موټر کې تر هندواڼو لاندې ځای پر ځای شوې وې او قاچاق وړونکو غوښتل پاکستان ته یې ولېږدوي نیولي دي.

خبرپاڼه وايي، دغه ډبرې فلورایټ دي، چې ۱۵۹۳۰ کیلوګرامه وزن لري او پرون جمعه د زمري میاشتې اوله نېټه د تورخم په سیمه کې کشف او نیول شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دې ډبرو د قاچاق په تور د سردارولي په نوم یو تن هم نیول شوی او تر لومړنیو پلټنو وروسته اړونده ادارې ته سپارل شوی دی.

باید و وی شي، چې د تورخم سرحدي پولیسو تر دې وړاندې هم یوه اندازه لاجورد په تورخم کې کشف او نیولي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي