د اندونیزیا دفاع وزارت وايي، روسیه پر اندونیزیا د ۱.۱۴میلیارد ډالرو په ارزښت ۱۱ (سوخو سو-۳۵) جنګي الوتکي پلوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا د دفاع وزارت ویاند تُتُک سوگیهارتو ویلي، چې د دغه الوتکو د پېر تړون د اندونیزیا د دفاع وزیر او روسي چارواکو تر منځ لاسلیک شوی دی.
د هغه په وینا اندونیزیایي او روسي چارواکو دغه تړون په جاکارتا کې لاسلیک کړی او ټاکل شوې ده، چې ۲ جنګي الوتکې به د روانې میاشتې تر اخره پورې اندونیزیا ته وسپارل شي.
دغه تړون وروسته له هغه لاسلیکېږي، چې له دې مخکې اندونیزیا ویلي و، روسیې ته به چای، قهوه او غوړ صادروي او په بدل کې به یې له روسیې جنګي الوتکې پېري.
جمهورخبري آژانس:کابل