۰

کابل پوهنتون کې د نښتې په تړاو ۳۵ تنه نیول شوي دي

شنبی ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۸
د کابل پولیس چارواکي وايي، د کابل پوهنتون په لیلیه کې د شوې نښتې او شخړې په تړاو ۳۵ تنه نیول شوي او تر پلټونو لاندې دي.
کابل پوهنتون کې د نښتې په تړاو ۳۵ تنه نیول شوي دي
د کابل پولیس چارواکي وايي، د کابل پوهنتون په لیلیه کې د شوې نښتې او شخړې په تړاو ۳۵ تنه نیول شوي او تر پلټونو لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړمه ورځ (پنشنبې د لړم ۲۴ مه) د کابل پوهنتون په لیله کې د محصیلینو تر منځ شخره او نښته رامنځ ته شوه، چې د کابل د امنیه قوماندانۍ په وینا یو تن په کې وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دي.

نښته د پښتونو او هزاره محصلینو تر منځ هغه مهال وشوه، چې د ډوډۍ د نوبت پر سر د یوه پښتون او یوه هزاره محصیل سره لفظي شخړه او وروسته دغه موضوع ستره شوه.

لومړني راپورنه داسې و، چې ګڼې هزاره محصلینو غوښتل د غزني د جګړې په تړاو لاریون وکړي، خو پښتون محصلینو نه پېښودل، خو وروسته څرګنده شوه، چې موضوع د لاریون، نه بلکې د ډوډۍ د نوبت پر سر رامنځ ته شوې.

تر پېښې سمدستي وروسته د پولیسو د چټک غبرګون ځواکونه سیمې ته ورسېدل او محصلین یې سره خورا واره کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، په دغه پېښه کې یو محصل وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د پېښې په تړاو ۳۵ تنه هم نیول شوي، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت وايي، دوی پېښه په وخت کنټرول کړه، خو د پراخېدو لامل یې له پوهنتونه بهر وو.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین زیاتوي، چې د پېښې د رامنځ ته کېدو سره سم لوړ زده کړو وزارت د پولیسو په ملیتار اوضاع کنټرول او لیلیه یې له محصلینو خالي کړه، خو یو شمېر کړیو له بېرونه دغه موضوع ستره کړه.

د هغه په وینا په پوهنتون کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو کله چې خبره له بېرونه ستره شوه، مرګ ژوبله هم هلته رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت قانون د ۳۳ مادې او د لیلې د مقررې لمخې هېڅ محصل په پوهنتون کې د سیاسي، او ګوندي فعالیت اجازه نه لري.

د هغه په خبره د یادې مادې سرغړونکې به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي