۰

په لوېدلې روسي الوتکه کې ۷۱ تنه وژل شوي

دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۳
د روسیې د هوايي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه مسکو ته نژدې لوېدلې ده او په کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
په لوېدلې روسي الوتکه کې ۷۱ تنه وژل شوي
د روسیې د هوايي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه مسکو ته نژدې لوېدلې ده او په کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه الوتکې  د مسکو له دومودیدیو هوايي ډګره له الوتو څو دقیقې وروسته بې درکه شوه.

دا (اې این ۴۸) دغه الوتکه له مسکو څخه اورال ښار ته روانه وه، چې د مسکو د جنوب په ۵۰ کیلومترۍ کې د ارکونوفو په سیمه رالوېدلې او ټوټې یې موندل شوې دي.

ویل کېږي، په دغه الوتکه کې ټول ۷۱ تنه مسافر و، چې ټول یې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ډه، چې د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر کې د روسیې یوه پوځي الوتکه په تور سمندرګي کې ولوېده او ۹۲ تنه پکې مړه شول.

دغه راز د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې د روسیې د هوايي شرکت یوه الوتکه، چې له قاهرې مسکو ته روانه وه، په سینا کې ولوېده او ۲۲۴ تنه پکې ووژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي