په لوېدلې روسي الوتکه کې ۷۱ تنه وژل شوي

23 دلو 1396 ساعت 11:03

د روسیې د هوايي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه مسکو ته نژدې لوېدلې ده او په کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.


د روسیې د هوايي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه مسکو ته نژدې لوېدلې ده او په کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه الوتکې  د مسکو له دومودیدیو هوايي ډګره له الوتو څو دقیقې وروسته بې درکه شوه.

دا (اې این ۴۸) دغه الوتکه له مسکو څخه اورال ښار ته روانه وه، چې د مسکو د جنوب په ۵۰ کیلومترۍ کې د ارکونوفو په سیمه رالوېدلې او ټوټې یې موندل شوې دي.

ویل کېږي، په دغه الوتکه کې ټول ۷۱ تنه مسافر و، چې ټول یې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ډه، چې د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر کې د روسیې یوه پوځي الوتکه په تور سمندرګي کې ولوېده او ۹۲ تنه پکې مړه شول.

دغه راز د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې د روسیې د هوايي شرکت یوه الوتکه، چې له قاهرې مسکو ته روانه وه، په سینا کې ولوېده او ۲۲۴ تنه پکې ووژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com