۰

کای آیډه د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې

پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۰
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، دغه هېواد کې معنا لرونکې خبرې امکان نه لري.
کای آیډه د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، دغه هېواد کې معنا لرونکې خبرې امکان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آیډه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې له افغانستانه ورته رسېدونکي خبرونه خواشینکونکي دي.

دی وايي، سره له دې، چې د خبرو اترو پلوي دي، خو په وینا یې نېږدې هره ورځ چې کوم خبرونه له کابل څخه ورته رسېږي، نو دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې هر ډول مانا لرونکې خبرې امکان نه لري.
 
نوموړي ټینګار کړي، چې که څه هم ځینې به دی پر دغه ډول څرګندونو ساده وبولي، خو په وینا یې دا خبرونه ده ته له غم پرته بل څه نه دي.
 
د یادونې ده، چې آیډه له ۱۳۸۶ تر ۸۸ پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی پاتې شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي