د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې روسیه د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو ډېرولو په لټه کې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین چې تاجکستان ته تللی دغه څرګندونې د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
پوتین او امام علي رحمان د سیمې پر وضعیت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې دوی په سیمه کې د ثبات ساتلو لپاره هڅه کوي.
د پوتین په خبره دوی همدا راز د افغانستان په تړاو هم اندېښنه لري خو هڅه کوي له نوي حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
هغه زیاته کړې، چې له نوي حکومت سره د دوی پر اړیکو سخت کار روان دی او تر څنګ یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کوي.
د روسیې ولسمشر ویلي، په افغانستان کې د ټولو قومونو له ګډون جوړ شوی حکومت به دایمي ثبات تضمین کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل