د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به د ۲۰ اوریزه سالیو د لړۍ وروستۍ لوبه نن تر سره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه د زمبابوې په کوربتوب په هرارې لوبغالي کې د افغانستان په وخت ۳:۳۰ بجې پیلېدونکې ده.
افغان لوبډله وایي، دوی دغه لوبې ته پوره چمتوالی نیولی او هڅه کوي، چې دا لوبه هم په خپل نوم کړي.
د یادونې ده، چې افغان لوبډلې د دغه سریز یا لوبلړۍ اوله او دویمه لوبه هم له زمبابوې ګټلې ده.
که چېرته نن هم افغانستان بریالی شي نو دا به د پنځوس اوریزه په څېر د ۲۰ اوریزه لوبلړۍ هم درې صفر له زمبابوې وګټي.
جمهورخبري آژانس:کابل