۰

د خواف – هرات د رېل پټلۍ شپږ ساتونکي وژل شوي دي

یکشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۸
د هرات والي وايي، دغه ولایت کې د خواف – هرات رېل پتلۍ د ساتونکو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او شپږ تنه وژل شوي دي.
د خواف – هرات د رېل پټلۍ شپږ ساتونکي وژل شوي دي
د هرات والي وايي، دغه ولایت کې د خواف – هرات رېل پتلۍ د ساتونکو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او شپږ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي سید وحید قتالي ویلي، دغه پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۸ مه مازیګر مهال د هرات – اسلام قلعه په لویه لار رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، د خواف – هرات د ساتونکو په رنجر موټر په یاده لار د سړک د غاړې خښ ښوي ماین چاودنه کې، چې د دوه ساتنمنانو په ګډون شپږ ساتونکي په کې وژل شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د رېل پټلۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبر تایید کړی وايي، د ټولو ګټو پروژو د کارکوونکو او ساتونکو په نښه کول یو ستر بشري د نه منلو وړ جنایت دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې رېل پټلۍ او دغه راز د نورو عامه تاسیساتو ساتونکو باندې ورته چاودنې او وسله وال بریدونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي