۰

طالبانو دا ځل په هرات کې ۱۷ بندیان خوشي کړي دي

جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۵
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت ۱۷ تنه بندیان خوشي کړي دي.
طالبانو دا ځل په هرات کې ۱۷ بندیان خوشي کړي دي
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت ۱۷ تنه بندیان خوشي کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرها نن جمعه د غوايي ۱۹ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو پرون ۱۷ تنه زندانیان راخوشي کړي، چې تېره شپه یې له والي سره هم ولیدل.

نوموړي زیاته کړه، چې راخوشي شوي بندیان، د پوځ، پولیسو او ملي امنیت کسان و، چې د طالبانو له خوا راخوشي شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د ګلران ولسوال عبدالغني نوري بیا وايي، طالبانو دا بندیان په بادغیس کې خوشې کړي او بیا دوی د هرات ګلران ولسوالۍ ته راانتقال کړي دي.

د یادونې ده، چې طالبانو تر اوسه پورې د افغان حکومت ۱۴۳ زندانیان خو افغان حکومت بیا د طالبانو ۹۳۳ زندانیان ورخوشي کړي دي.

افغان حکومت وايي، ډېر ژر به تر ۱۵۰۰ پورې طالبان خوشي کړي خو له طالبانو هم غواړي، چې د زندانیانو لړۍ چټکه او بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي.

باید و ویل شي، چې په دې روستیو کې د دواړو لورو څخه د زندانیانو د خوشي کېدو لړۍ چټکه شوې او  په همدې وخت کې امریکا او نړیوالې ټولنې پر دواړو لورو غږ کړي، چې دغه لړۍ نوره هم چټکه او ژر تر ژره بین الاافغاني خبرې پیل او جګړه پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي