۰

د عربو سمندر کې امریکايي نظامي اډو او بېړیو ته د تیارسۍ امر شوی

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۵
والسټرېټ ژورنال وايي، امریکا له افغانستان د سرتېرو د وتلو له بهیره په بشپړه توګه ساتنه کوي او ټولو نظامي اډې او بېړۍ یې د تیارسۍ په حالت کې دي.
د عربو سمندر کې امریکايي نظامي اډو او بېړیو ته د تیارسۍ امر شوی
والسټرېټ ژورنال وايي، امریکا له افغانستان د سرتېرو د وتلو له بهیره په بشپړه توګه ساتنه کوي او ټولو نظامي اډې او بېړۍ یې د تیارسۍ په حالت کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا په منځني ختیځ کې د عربو په سمندر کې د الوتکو لېږدوونکې بېړیو ته د تیارسی امر کړی دی او تر څنګ یې په سیمه کې ګڼې نظامي بېړۍ هم فعالې دي او ټول بهیر په دقیقه توګه څاري.

د والسټرېټ د معلوماتو پر بنسټ ګڼ سرتېري، رادارونه، الوتکې او نظامي بېړۍ د هر ډول احتمالي خطر او ګواښ د ځواب لپاره تیاری لري او ټول اړین توکي فعال شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په سیمه کې د امریکا سترې نظامي اډې هم د تیارسی په حال کې دي او په هغه کې بي ۵۲ الوتکې د هر ډول احتمالي خطر چټک ځواب ته تیارې دي.

راپور وايي، د امریکا استخباراتي فعالیتونه هم په سیمه کې پياوړې دي او له ټولو مواردو دقیقه څارنه کوي او دغه اقداماتو ته په کتو ښایي تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ښايي امریکايي ځواکونه تر ټاکلې نېتې وړاندې په جولای میاشت کې له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي