سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کاپیسا ولایت کې د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې د یادې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د غوايي ۱۸ مه د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د نجراب ولسوال عبدالقدوس مجددي وايي، پېښه کې د غوث په دره کې د سختو بارانونو د ورېدو وروسته رامنځ ته شوې ده.
ولسوال وايي، په مړو شویو کسانو کې پلار، مور، درې واړه ماشومان او دوه ځوانان زامن شامل دي.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو اونۍ کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه او سېلابونه راو وتل، چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیان واوښت.
پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، د ثور له ۱۲ مې تر اوسه پورې ۶۹ کسان د سختو سېلابونو له امله مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل