د طالبانو د مرسیتال او قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند نعیم وردګ وايي، ملا برادر او ورسره پلاوی د ایران په بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.
نوموړي ویلي، چې طالب پلاوی به له ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې او په سیمه کې د نورو روانو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.
وردګ زیاته کړې، چې ملا برارد به د ایران له حکومت سره په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په ستونزو هم خبرې وکړي او دغه راز به د مېشو کډوالو سره هم وګوري.
دا ایران ته د طالب پلاوي درېیم سفر دي، چې په تېرو دوه کلونو کې تر سره کېږي او دا سفر پر داسې مهال کېږي، چې هلته دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې خو کابو یوه میاشت کېږي، چې کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل