د افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان کرکت بورډ وایي، شفیق الله شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو ۲۰۱۸ کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ سیالیو کې ترسره کړې دي.
له همدې امله به نوموړی په راتلونکو شپږو کلونو کې د هېڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري.
کرکټ بورډ وايي دغه لوبغاړي د لوبو پر مهال له مفسدو خلکو څخه پېسې اخیستې، له هغوی سره یې نږدې اړیکې پاللي او همدغه راز هڅه یې کړې چې یو بل افغان لوبغاړی هم وهڅوي چې د مفسدو خلکو په خوښه او ګټه په لوبو کې درغلي وکړي.
د بورډ اعلامیه وایي چې شفق په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل