۰

ولسمشر غني، د ښځینه بندیانو د سزا کمولو اوعفوې فرمان صادر کړی دي

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
ولسمشر محمد اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا کمولو او عفوې په برخه کې یو تازه فرمان صادر کړی دی.
ولسمشر غني، د ښځینه بندیانو د سزا کمولو اوعفوې فرمان صادر کړی دي
ولسمشر محمد اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا کمولو او عفوې په برخه کې یو تازه فرمان صادر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر دغه فرمان پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه  له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه صادر کړی دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دغه فرمان پر بنسټ به د یو شمېر زنداني مېرمنو د زندان موده راکمېږي او یو شمېر به یې بخښل کېږي.

سرچینه زیاتوي د دې فرمان له مخې به هغه زنداني مېرمنې چې د درېواړو محکمو له لوري تر دریو کلونو پورې په زندان محکومې شوې دي خوشي کېږي.

په فرمان کې همدا راز د هغو ښځو د زندان موده هم راکمه شوې چې له ۳ کلونو تر ۳۰ کلونو پورې په زندان محکومې دي.

دا لومړی ځل دی، چې چې افغان حکومت پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ګام پورته کوي او له دریو کلونو څخه په کم بند محکومې مېرمنې له زندانونو خوشې کوي.

د ولسمشر دا فرمان په داسې حال کې ورکړی دی چې دا مهال ۸۰۰ مېرمنې د افغانستان په زندانونو کې بندیانې دي او دغه راز په دې وروستیو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو کې هم ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي