۰

ترکیه کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس پیل شوی دی

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
په ترکیه کې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان، ولسمشر غني او یو شمېر نورو مشرانو په ګډون د افغانستان په اړ د استانبول پروسې د اسیا زړه کنفرانس پیل شوی دی.
ترکیه کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس پیل شوی دی
په ترکیه کې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان، ولسمشر غني او یو شمېر نورو مشرانو په ګډون د افغانستان په اړ د استانبول پروسې د اسیا زړه کنفرانس پیل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  په غونډه کې به په افغانستان کې پر روان وضعیت، سوله، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو مسایلو خبرې وشي.

د ترکیې حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې په دې غونډه کې تر ډېره پر سوله او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي.

ولسمشر غني پرون په دغه غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی او له ده سره په دې سفر کې لوړپوړي حکومتي پلاوی هم ملتیا کوي.

ښاغلي غني به په دغه کنفرانس کې د وینا تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او استازو سره هم لیدنې ولري او پر یو لړ مسایلو به ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي