۰

مشرانو جرګه د ټاکنو کمېسیون ته! د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړی

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
مشرانو جرګې یو ځل بیا د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې د قانون په رڼا کې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.
مشرانو جرګه د ټاکنو کمېسیون ته! د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړی
مشرانو جرګې یو ځل بیا د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې د قانون په رڼا کې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې پر کمېسیون دا غږ هم وکړ، چې د انتخاباتي ستونزو د حل لپاره له معترضو ټکټونو سره تفاهم ته ورسېږي او نور د افغانستان خلک له انتظار او هېواد له بحران څخه خلاص کړي.

د جرګې مشر محمد علم اېزدیار د نن یکشنبې لیندۍ ۱۷ مې په غونډه کې وویل، کمېسیون باید له متعرض اړخونو سره یوه جوړجاړي ته ورسېږي او نور د افغانستان د بحران ته تلو وېره د خلکو له زړونو وباسي.

د جرګې بل غړي محمد اکبري و ویل، په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو ۷۰ ورځې تېرېږي خو کمېسیون لا هم لومړنۍ پایلې نه دي اعلان کړې.

د هغه په وینا دا د کمېسیون دنده ده، چې د قانون په راڼا او د ټاکنیزو اصولو په پام کې نیولو سره نور د خلکو انتظار ته د پای ټکی کېږي او د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.

دی وايي، دا چې ځینو سیاسي ډولو او نوماندانو د موقت یا مشارکتي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، دا د اساسي قانون سره ښکاره په ټکر کې غوښتنه ده.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هم ټینګار وکړ، چې موقت یا مشارکتي حکومت خلکو ته د منلو نه دی او کمېسیون باید ژر تر ژره د قانون سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د مسلم یار په وینا موقت یا مشارکتي حکومت د افغانستان خلکو ته زهر دي او له زیان پرته ګټه نه لري، نو ځکه نور خلکو ته د منلو نه دی.

د مشرانو جرګې رییس د ټاکنو پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې له دې نور د افغانستان د خلکو د ځورولو لامل نه شي او کمېسیون پرېږدی، چې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

یو شمېر نورو سناتوران هم د کمېسیون له خوا له ټاکنیزو ټکټونو، مدني ټولنې، کورنیو او بهرنیو څارونکو بنسټونو او  ناظرینو سره د انتخاباتي ستونزو د حل په موخه ناسته باندې نیوکه وکړه، ویې ویل، کمېسیون په دې کار سره خپل قانون د دغه جرګې په واک کې ورکړ په داسې حال کې، چې خپله باید د قانون او  کړنلارو سره سم د ټاکنو د پایلو په اړه تصمیم ونیسي او پرېکړه وکړي.

خو کمېسیون وایي، د نن ناسته یې یوازې د ټاکنو د ښکېلو اړخونو، مدني ټولنې، کورنیو او بهرنیو څارونکو بنسټونو او د افغانستان د خلکو سره د معلوماتو شریکولو په موخه وه، نه د کومې پرېکړې لپاره.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي