۰

چین او پاکستان ګډ پوځي تمرینات پیلوي

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
د چین دفاع وزارت خبر ورکړی، چې پوځیان یې پاکستان ته تلو په حال کې دي تر څو له پاکستاني ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات تر سره کړي.
چین او پاکستان ګډ پوځي تمرینات پیلوي
د چین دفاع وزارت خبر ورکړی، چې پوځیان یې پاکستان ته تلو په حال کې دي تر څو له پاکستاني ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین دفاع وزارت په خپره کړې  اعلامیه کې ویل  شوي، چې پاکستان ته د چینايي پوځیانو تګ به سره له همدې اونۍ پیل او تر یوې میاشتې پورې به له پاکستاني ځواکونو سره یو ځای پوځي تمرینات تر سره کړي.

ویل کېږي د دغه ګډو پوځي تمریناتو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي همکاریو پراختیا او له ترهګرۍ سره په ځانګړې ډول د دواړو هېوادونو د ګډو طرحو د ګواښونو پر ضد ده.

دا ګډ پوځي تمرینات پر داسې مهال پیلېږي، چې همدا اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د ۵۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د ورېښمو نوې لارې په چوکات کې اقتصادي کوردور د جوړېدو په حال کې دی او دواړه لوري پر دغه ګډو طرحو د بريدونو وېره لري.

د یادونې ده، چې دا د چین او پاکستان تر منځ اوم ځلي پوځي تمرینات دي، چې د پوځي همکاریو د پراختیا او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې تر سره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي