د افغانستان د پوهنې وزارت مخکنی وزیر اسدالله حنیف بلخي د یوې ورپېښې ناورغۍ له امله ومړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، مرحوم اسدالله بخلي له اوږدې مودې راهیسې د سرطان په ناورغۍ اخته وو.
مرحوم بخلي په کال ۱۳۳۶ لمریز کال په بلخ ولایت کې زېږدلی او د سعودي عربستان په ام القری پوهنتون کې یې د دکترا تر کچې زده کړې وې.
هغه په ۱۳۸۲ کال کې د هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې کار پیل کړ او په کال ۱۳۹۱ کې په کویټ کې د افغان سفیر په توګه وټاکل شو.
مرحوم اسدالله بلخي د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره د پوهنې د وزیر په توګه وټاکل شو او تر ۱۳۹۶ کال پورې یې دغه دندې ته دوام ورکړ.
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطا محمد نور او افغان حکومت اجرائیه ریاست د اسدالله بلخي مړینه یوه لویه ضایع بللې او کورنۍ ته یې تسلیت غوښتی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل