۰

له ولایتونو د ټاکنیزو موادو لېږد نن پایته رسېږي

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۹
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، له ولایتونو د ټاکنیزو موادو د لېږد پروسه به نن شنبې د تلې ۱۳ مه بشپړه او پای ته ورسېږي.
له ولایتونو د ټاکنیزو موادو لېږد نن پایته رسېږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، له ولایتونو د ټاکنیزو موادو د لېږد پروسه به نن شنبې د تلې ۱۳ مه بشپړه او پای ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ له ټاکنو یوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د لسو ولایتونو اساسي ټاکنیز توکي او بایو متریک دستګاوې کابل ته نه دي رسېدلي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله ډاډ ورکړی، چې نن شنبې د تلې ۱۳ مه به د ټاکنیزو موادو د لېږد پروسه بشپړه او ټول مواد به د کابل مرکزي دفتر ته راټول شي.

په ورته وخت کې د د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وايي؛ چې تر اوسه څه باندې شل زره د پایلو پاڼې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په معلوماتي بانک کې ځای پر ځای شوي او هڅه کیږي، چې دا بهیر ژر پای ته ورسیږي.

د ټاکنو کمېسيون وايي، د شميرو له مخې، د ميزان د ۶ ټاکنو کې د رايې ورکوونکو شمير کابو دوه ميليونه اوه سوه زره کسانو ته رسيدلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې له ټولو رايو به پاکې او بايوميتريک شوې رايې جلا او د تلې په ۲۷ مه به لومړنۍ پايلې په رسمي توګه اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي