۰
قریشي:

طالبان هغه هوکړې ته متهد دي، چې قطر کې یې له خلیلزاد سره لاسلیکوله

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له پلاوی سره تر لیدنې وروسته ویلي، طالبان لا هم هغه احتمالي هوکړې ته متعهد دي، چې قطر کې یې له خلیلزاد سره لاسلیکوله.
طالبان هغه هوکړې ته متهد دي، چې قطر کې یې له خلیلزاد سره لاسلیکوله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له پلاوی سره تر لیدنې وروسته ویلي، طالبان لا هم هغه احتمالي هوکړې ته متعهد دي، چې قطر کې یې له خلیلزاد سره لاسلیکوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاه محمود قریشي د تېرې پنشنبې په ورځ له قطر نه اسلام آباد ته ورغلي طالب پلاوی سره کتلي دي.

د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ، چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا تر جمعې پورې هملته وو.

که څه هم سرچینې وايي، طالب پلاوي، له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر جنرال باجوه، شاه محمود قریشي او دغه راز له خلیلزاد سره کتلي، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت یوازې له قریشي سره د طالب پلاوي د لیدنې پخلی کړی دی.

قریشي هم ویلي، چې له طالب پلاوی سره یې لیدلي او دواړو لورو د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پر بیا پیل ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړې، طالبان هغې احتمالي هوکړې ته لا هم متعهد دي چې د قطر مذاکراتو په پای کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لاسلیکوله.

د قریشي پر فیسبوک پاڼه د جمعې په ورځ د هغه یوه مرکه هم خپره شوې چې په کې ویلي یې دي«"خبرې ډېرې ښې مخته لاړې. فضا ډېره ښه وه خبرې هم ښې وې. نظریات هم رد او بدل شول. موږ خپل دریځ په تفصیل سره بیان کړ. د هغوی نظر مو هم په غور واورېد. موږ خپله غوښتنه مطرح کړه چې غواړو مذاکرات بیا پیل شي. له کومه ځایه چې خبرې ماتې شوې وې، له هغه ځایه دي بېرته پیل او خپل منطقي انجام ته ورسېږي.»

د یادونې ده، چې قریشي پنجشنبه هم له طالبانو سره تر لیدنې وروسته ویلي و پاکستان په پوره صداقت له طالبانو سره د امریکا د خبرو د تسهیلوونکي رول ادا کړی دی.

خو افغان حکومت پاکستان ته د طالب پلاوي پر تګ نیوکه کړې ویلي یې دي، چې له هغوی هرکلی له دیپلوماتیکو اصولو ښکاره سرغړاوی دي.

د افغان حکومت ویاند صدیقي صدیقي وایي، حکومت سولې ته ژمن دی، خو د سولې هغه خبرې چې د افغان دولت او ولس په مشرۍ او مالکیت نه وي ګټه به ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي