د جرمني د پولیسو ټولنې په افغانستان کې په سمدستي توګه د الماني سرتېرو د ماموریت د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې ټینګار کړی، چې افغانستان کې امنیتي شرایط د الماني پولیسو ماموریت ته برابر نه دي او باید دغه ماموریت نور پای ته ورسېږي.
د المان شپیګل مجلې د دغه ټولنې د مشر له خولې وايي، کابل کې د الماني پولیسو له لوري د زده کړې پروګرامونه دې نور په ټپه ودرېږي.
ځکه په وینا یې په اوس وخت کې امنیتي وضعیت ستونزمن دی او په دې توګه د هغوی د کار دوام ښایي د دغو پولیسو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
خو په ورته وخت کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت بیا د خپلو سرتېرو د ماموریت پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي تر چې نړیوال ځواکونه افغانستان کې وي، د دوی ځواکونه هم باید خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل