۰

د حکمتیار خبرو د المان سفیر غوسه کړی

پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
کابل کې د المان سفیر پیتر پروګل د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند او حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو غوسه کړی دی.
د حکمتیار خبرو د المان سفیر غوسه کړی
کابل کې د المان سفیر پیتر پروګل د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند او حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو غوسه کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار د ټاکنیز کمپاین پر مهال ګواښ کړی وو چې که د ولسمشرۍ ټاکنونې رڼې او له لاس وهنو پاکې نه وي، پایلې به یې ونه مني او بېرته به سنګر ته وګرځي.

هغه د خپل ټاکنیز کمپاین پر دوه غوندو کې دغه ګواښ وکړ، د ټاکنو له کمېسیون، حکومت او بهرنیو څخه یې وغوښتل، چې په ټاکنو کې له لاس وهنو ډډه وکړي، او دوی د نا رڼو ټاکنو په تر سره کولو بېرته سنګر ته تلو ته اړ نه کړي.

که څه هم حکمتیار د ټاکنو له بل نوماند عبدالله عبدالله سره تېره شپه په اریان تلوېزیون کې د مناظرې پر مهال و ویل، نا رڼو ټاکنو په باب ګوښ یې په دې مانا نه دی، چې بېرته به سنګر ته ځي، ځکه په وینا یې دی اوس له سنګر څخه راکوز شوی، خو زیاته یې کړه، چې له درغلیو ډکې ټاکنې ورته د منلو نه دي.

له دې سره سره د حکمتیار دغه څرګندونو په کابل کې د المان سفیر پیټر پروګل غوسه کړی او د هغه دا څرګدونې یې کلکې غندلې دي.

د المان سفیر په یوه ټوېټ کې ویلي په دومره صریحو الفاظو د تاوتریخوالي ګواښ د زغملو او منلو نه دی او حکمتیار باید په دې خبرو د اړونده ارګانونو له خوا تر تعقیب لاندې ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي