د کډوالو نړیوالې ادارې اعلان کړی، چې د بودجې د کموالي له کبله په پام کې له راستنېدونکو افغان ګډوالو سره د مرستې لړۍ ځندوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، په پام کې لري، چې د کډوالو سره د مرستې درولو لړۍ په کندهار او نیمروز ولایتونو کې پیل کړي.
دغه اداره وایي، مرستندویو هېوادونو د اګست د میاشتې تر نیمايي پورې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې د پروګرام د بودجې په سلو کې یوازې ۲۶ سلنه ورکړې ده.
د کډوالو نړیواله اداره زیاتوي، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه نږدې څلور زره او له پاکستان څخه ۳۵ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل