کورنیو چارو وزارت پروان ولایت کې د موټرو د غلا په تور د ۷ تنو غلو د نیولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کسانو درې عرادې موټر غلا کړي و، چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې تر پېژندلو وروسته ونیول شول.
د سرچینې په وینا دغه غلو غوښتل غلا کړي موټر د سالنګ له لارې بغلان ته ولېږدوي، خو د ځايي خلکو په همکارۍ د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل