کورنیو چارو وازارت وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو بلخ ولایت کې یو ساختماني شرکت چې په پټه یې وسلې پلورلې او د وسلو کاروبار یې کاوه کشف او وسلې يي ترې ضبط کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د غوايي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه شرکت د مزارشریف ښار د دویمې ناحیې په اړوند ګذر قوای کار سیمه کې موقعیت لري.
که څه هم کورنیو چارو وزارت د دې ساختماني شرکت نوم نه دی ښودلی خو وایي، په پټه یې سپکې او درنې وسلې پلورلې.
سرچینه زیاتوي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د دغه ودانیز شرکت تر کشف او پېژندلو وروسته پر عملیات کړي او ګڼ شمېر وسلې یې ترې ترلاسه او ضبظ کړې دي.
وزارت د وسلو شمېر نه دی ښودلی خو وايي، ماشیندارپیکا، کمري تفنګچې، د راکټ انداز ګولۍ، د کلاشینکوف سلګونه ډزه ګولۍ او یو شمېر نور جګړه ییز توکي په کې شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دې شرکت څلور تنه هم نیول شوي، چې د پولیسو تر پلټنې لاندې دي.
دا لومړی ځل دی، چې یو ودانیز شرکت د وسلو د پېر او پلور کوي او د پولیسو له خوا کشف او وسلې یې نیول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل