د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د روسیې او چین له استازو سره په ناسته کې هوکړه شوې، چې د افغانستان حاکمیت ته به درناوی کوو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد وړمه ورځ واشنګټن کې د روسیې، چین او اورپايي ټولنې له استازو سره ناسته درلوده او په کې یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
په دغه ناسته کې د امریکا، روسیې او چین استازو د افغان سولې په اړه پر ګډو هڅو او د افغانستان خپلواکۍ ته پر احترام کولو ټینګار کړی دی.
تر دغه خبرو وروسته خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغان سولې په اړه یې د روسیې او چین له استازو سره کتلي او پر دې هوکړه شوې چې د افغانستان حاکمیت ته به درناوی کوي.
نوموړي زیاته کړې« موږ اعلان وکړ چې د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لرو، سوله د ټولو افغانانو لپاره غواړو، د داسې یو افغانستان غوښتونکي یو چې هېڅ کله زموږ په وړاندې ګواښ پکې ونه اوسي.»
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو هوکړه وکړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره به ګډې هڅې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي و، د ناستې ګډونوالو په ټینګار سره و ویل چې د افغانستان خپلواکۍ، تمامیت ارضي او حاکمیت ته پوره درناوی لري.
د دغه ناستې ګډونوالو دا هم ویلي او ټینګار یې پرې کړی، چې افغانانو ته باید دا حق ورکړل شي چې هغوی خپله د خپل هېواد د سیاسي، اقتصادي، او امنیتي راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل