۰

په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي دي

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
سیمه ییز چارواکي وایي، جوزجان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۶ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي دي
سیمه ییز چارواکي وایي، جوزجان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۶ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه د جوزجان په چغچي نومې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د جوزجان د والي فریدون انیق وايي، کرولا ډوله موټر له مزار شریف ښار څخه فاریاب ته په لار و، چې د جوزجان په چغچي سیمه کې یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه مړه شوي، چې د دریو ښځو او دوه ماشومانو په ګډون شپږ تنه یې د یوې کورنۍ  غړي دي.

د والي ویاند د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي په ګوته کړې او وايي په دې اړه څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي