په شمال کې د پوځ چارواکي بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه تر ټولو غښتلي او مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د مرغومي ۲۰ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوی طالب قوماندان مولوي عبدالبصیر مشهور په بدر دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د نوشهر بلوچ په سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د مولوي عبدالبصیر مشهور په بدر په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، مولوي عبدالبصیر په بلخ کې د طالبانو یو خورا مهم قوماندان و، چې په ټولو امنیتي پېښو کې یې لاس درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بلخ