۰
مشرانو جرګه:

د سولې خبرې چې په هر ځای کې وي د هېواد په ګټه دي

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۵
مشرانو جرګه د مسکو په غونده کې د سولې عالي شورا د پلاوي ګډون ته په اشارې وايي، د سولې په اړه چې په هر ځای کې غوندې جوړېږي، د افغانستان په ګټه دي.
د سولې خبرې چې په هر ځای کې وي د هېواد په ګټه دي
مشرانو جرګه د مسکو په غونده کې د سولې عالي شورا د پلاوي ګډون ته په اشارې وايي، د سولې په اړه چې په هر ځای کې غوندې جوړېږي، د افغانستان په ګټه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد علم اېزدیار د نن سه شنبې لړم ۱۵ مې په غونده کې و ویل، چې د سولې خبرې چې په هر ځای کې وي دوی یې وړاندې هم ملاتړ کړی او اوس یې هم ملاتړ کوي، ځکه دغه ډول غونډې د افغان سولې په برخه کې په ګټه دي.

خو ټینګار یې وکړ، چې د مسکو غوندې ته د افغان سولې عالي شورا تلوونکی پلاوی باید په دغه غونډه کې د خپل هېواد ملي ګټې په جدي توګه وپلټي.

ښاغلي اېزدیار تمه وښوده، چې د مسکو په غونډه کې به له افغان پلاوی سره د طالبانو مخامخ خبرې په هېواد کې د سولې د خبرو او سولې پیلامه شي.

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر غړو بیا د مسکو پر غونډه نیوکه وکړه او دایې د روسیې له خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړه.

دغه غړو ویل د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو بلنې سره روسیه هڅه کوي، پر افغان حکومت فشار راوړي.

په مشرانو جرګه کې د کندهار استازي رحمت الله اڅکزي و ویل روسې د مسکو په غونډه کې افغان حکومت او د حکومت سیاسي مخالفینو ته په جلا جلا ډول د ګډون بلنه ورکړې، چې دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه او د افغانستان د ملي حاکمیت کمزوري کول دي.

اڅکزي زیاته کړه، چې روسیې، افغانستان تر سوریې بدتره په بېلا بېلو برخو وېشلی او په افغانستان کې سیاسي او نظامي مخالفتونو ته لمن وهي.

د افغانستان مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې(نومبر ۹ مه) مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شي.

دغه غونډې د افغان حکومت، د هغو سیاسي مخالفین، وسله والو طالبانو، امریکا او د سیمې ۱۲ هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغان حکومت استازي به په دې غونډه کې ګډون ونه لري، خو د سولې عالي شورا تایید کړې، چې د دوی یو پلاوی به دغه غونډې ته ورشي.

دغه راز د حکومت سیاسي مخالفینو او وسله والو طالبانو هم په دې غونډه کې د ګډون پخلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي