افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل او هغوی یې په نغدي جایزه نازولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني په ارګ کې د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل او هغوی یې افغانستان اصلي سفیران وبلل.
ولسمشر غني افغان ملي لوبغاړو ته د مبارکۍ تر څنګ د وړتیاوې او هڅې وستایلې او ویې ویل، چې ټول هېوادوال پر تاسو ویاړي.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې هند ته پخپل تازه سفر کې یې ان د هغه هیواد د لومړي وزیر نریندرا مودي له خولې د افغان لوبغاړو ډېرې ستاینې اورېدلې دي.
ولسمشر و ویل«هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي.»
باید و ویل شي، چې د آسیا جام سیالیو په ترڅ کې هغه مهال چې د افغانستان او هند لوبه برابره شوه، یو هندي ماشوم په ژړا شو، چې تصویر یې پر تلوېزیون او خوله رسنیو هم خپور شو.
د دغه صحنې وروسته افغان لوبغاړي راشد خان او شهزاد محمد ورغلل او هغه هندي ماشوم ته یې د ډاډ تر څنګ انځورونه هم ورسره واخستل او د دوی دغه کار په هند او افغانستان کې ډېر وستایل شو.
د یادونې وړ ده، چې له ملي لوبغاړو سره د ولسمشر په لیدنه کې د کرکټ بورډ مخکني مشر شکرالله عاطف مشعل او د کرکټ بورډ نوي رییس حاجي عزیزالله فضلي هم ګډون درلود.
ولسمشر غني د کرکټ بورډ مخکني مشر عاطف مشعل هڅې هم وستایلې او هغه ته یې د میر مسجدي خان مډال ډالۍ کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل