۰

پوتین ته د ټرمپ لیک د سناتور پاول په لاس ورسېده

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۷
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک د امریکايي سناتور راند پاول په لاس ورسېده.
پوتین ته د ټرمپ لیک د سناتور پاول په لاس ورسېده
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک د امریکايي سناتور راند پاول په لاس ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاول پرون چهارشنبې د زمري ۱۷ مه په خپل ټوېټر لیکلي، ویاړي چې د ولسمشر ټرمپ یې یې د روسیې ولسمشر ته ورساوه.

هغه لیکلي« زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د ولسمشر ټرمپ لیک مې د ولسمشر پوتین ادارې ته ورساوه.»

د سناتور پاول په وینا په دې لیک کې د امریکا او روسیې تر منځ په مهمو مسایلو لکه ترهګرۍ سره مبارزه او فرهنګي برخه کې پر همکاریو ټینګار شوی وو.

سپینې ماڼې هم تایید کړې، چې ولسمشر ټرمپ د روسیې ولسمشر ته لیک لېږلی او په وینا یې دغه د پېژندګلوۍ لیک د سناتور پاول په غوښتنه برابر شوی وو.

سپینه ماڼي وايي، په لیک کې هغو مسایلو ته اشاره شوې وه چې سناتور پاول غوښتل چې له روسي چارواکو سره خبرې ورباندې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي