امنیتي چارواکي وايي، کابل پوهنتون ساتونکو پولیسو د یاد پوهنتون د یوه ښوونکي له موټر څخه مقناطسي ماین کشف او شنډ کړی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د پوهنتون د یوه استاد په موټر کې مقناطسي ماین ځای پر ځای شوی وو چې د پوهنتون ساتنې د پولیسو له خوا پوهنتون ته د داخلېدو پر مهال کشف کړ.
د خواله رسنیو ډېری کاروونکو نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه سهار د ځینو تصویرونو په خپرولو سره و ویل، چې د کابل پوهنتون یوه استاد غوښتل په خپل موټر کې چاودېدونکي توکي د پوهنتون د ننه یوسي خو د پوهنتون پولیسو د هغه کرولا موټر په شمالي دروازه کې او چاوېدونکي توکي یې تر کشف کړل.
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ستانکزي بیا دا ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د پوهنتون استاد غوښتل، چاودېدونکي توکي داخل ته یوسي.
نوموړي زیاته کړه، دا یو مقناطسي ماین و چې د استاد په موټر پورې نښلول شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل