ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان کابینې په نړیوال مالي سیستم یا (IFS) کې د افغانستان غړیتوب وړاندیز تایید کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر په مشرۍ د کابینې غونده پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲مه په ارګ کې جوړه شوې وه.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې په یاده غونده کې د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمی بلخي په نړیوال مالي سیستم یا (IFS) کې د افغانستان غړیتوب وړاندیز وکړ.
ښاغلي بلخي و ویل، چې (IFS) یو داسې نړیوال سیستم دی، چې پوستي ادارو اړتیاوې، لکه د پیسو الکترونکي لېږد، هم په نغدي ډول او هم په الکترونکي ډول په ځانګړې توګه په هغه حالاتو کې چې په مارکېټونو کې د پیسو لېږد له سختو ستونزو سره مخ وي، وړاندې کوي.
کابینې هم دغه وړاندي په اصولو کې تایید کړ او په دې برخه کې یې د کډوالو چارو، مالیې او مخابراتو وزارت یوه ګډه کمېټه وګمارله، تر څو له نړیوال بانک په همکارۍ په نړیوال مالي سیستم کې د افغانستان د غړیتوب موضوع له IMF سره کړو ژمنو ته په پاملرنې وڅېړي او وروستی یې کړي.
په دې غونده کې د ځمکې د پالیسۍ مسوده هم تایید شوه او وزارتونه او دولتي ادارې وغوښتل شول تر څو د دې مسودې د لا بډاینې په خاطر خپل وړاندیزونه او طرحې د اراضۍ ادارې ته وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل