۰

د جنبش ګوند یوه قوماندان د ولسي جرګې یو غړی محاصره کړی

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۰
د جنبش ګوند یوه قوماندان په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت یو استازی فتح الله قیصاري د دغه ولایت په مرکز کې کلابند کړی دی.
د جنبش ګوند یوه قوماندان د ولسي جرګې یو غړی محاصره کړی
د جنبش ګوند یوه قوماندان په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت یو استازی فتح الله قیصاري د دغه ولایت په مرکز کې کلابند کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فتح الله قیصاري له تېرو دریو ورځو راهیسې د مینې ښار هوايي ډګر ته په رسېدو سره سم د جنبش د ګوند د یوه قوماندان نظام الدین قیصاري د وسله والو له خوا کلابند شوی دی.

ویل کېږي، فتح الله قیصاري تر کلابندۍ وروسته له خپلو کسانو سره یو ځای هوايي ډګر ته نېږدې د ملي اردو لومړۍ لوا ته پنا وړې او تر اوسه هلته بند پاتې دی.

له دې سره په خوا کې دا هم ویل کېږي، چې قیصاري تر اوسه د ملي اردو لوا څخه د باندې نه دی وتلی او نظام الدین قیصاري د ملي اردو لوا هم کلابنده کړې ده.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار نن دوشنبې د سلواغې ۳۰ جمهور خبري آژانس ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ و ویل، چې تر اوسه دغه ستونزه نه ده هواره شوې او فتح الله قیصاري لا هم په محاصره کې دی.

نظام الدین قیصاري چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس او د سیمه ییزه پاڅون والو قوماندان دی ادعا کړې، چې فتح الله قیصاري او د جوزجان د پولیسو پخواني مشر رحمت الله ترکستاني یو داسې کس په دنده ګمارلی و، چې د ده د وژلو هوډ یې درلود.

نوموړي دا هم ویلي، چې پر دغه برید کوونکی کس یې د خپلو کسانو پر مټ له ماین سره یو ځای نیولی او نیول شوي کس هم په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې فتح الله قیصاري ورته د نظام الدین قیصاري د وژلو دنده ورکړې وه.

ده زیاته کړې، چې نیول شوی کس یې ملي امنیت ته سپارلی خو حکومت له قانوني له لارې د فتح الله قیصاري په اړه هېڅ پرېکړه نه کوله نو دی اړ شو، چې هغه کلابند کړي او ویې نیسي.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د فاریاب ولایت د دغه پېښې په اړه خواشني څرګنده کړه.

نوموړي و ویل، چې د فاریاب ولایت امنیتي وضعیت د جدي پاملرنې غوښتونکی دی او ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست ته یې دنده وسپارله، چې د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې غړی فتح الله قیصاري هم د جنبش ګوند یو له پخوانیو قوماندانو څخه دی، چې په تېرو ولسمشریزه ټاکنو کې یې له جنرال دوستم سره ورانه او له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه یې ملاتړ وکړ.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي