۰

کاپیسا کې ناپېژنده وسله والو دوه پولیس افسران وژلي دي

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۲
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژنده وسله والو کسانو په کاپيسا ولایت کې دوه جلا بریدونو په ترڅ کې دوه پولیس افسران په ډزو وژلي او خپله له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
کاپیسا کې ناپېژنده وسله والو دوه پولیس افسران وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژنده وسله والو کسانو په کاپيسا ولایت کې  دوه جلا بریدونو په ترڅ کې دوه پولیس افسران په ډزو وژلي او خپله له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښې نن سهار دوشنبې د سلواغې ۳۰ مه د کاپیسا په مرکز او کوهستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد مسعود چهاردره وایي، لومړی پېښه د مرکز په نوآباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا مخ پټو وسله والو په یاده سیمه کې د یوې امنیتي پوستې پر یوه پولیس افسر ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې دوهمه پېښه هم د کوهستان ولسوالۍ په جمال آغه باز کې رامنځ ته شوې، چې دلته هم مخ پټو وسله والو د امنیتي پوستې په یوه پولیس افسر ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

مقام‌های محلی در ولایت کاپیسا می‌گویند که افراد مسلح ناشناس دو افسر پولیس را در این ولایت به ضرب گلوله کشته اند و خودشان متواری شدند.

دی وایي، دواړه پېښې د موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا رامنځ ته شوې او برید څخه وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر زیاتوي، چې د پېښې د عامیلو د نیولو په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.

د دغه برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي