۰

کندهار کې ۳۰ میګاواټه برښناکوټ جوړېږي

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۵
د کندهار ولایت لپاره د ۳۰ میګاواټه لمریزې برښنا تړون په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شو، چې تر ډېره به ضعنت کاران ترې ګټه اخلي.
کندهار کې ۳۰ میګاواټه برښناکوټ جوړېږي
د کندهار ولایت لپاره د ۳۰ میګاواټه لمریزې برښنا تړون په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شو، چې تر ډېره به ضعنت کاران ترې ګټه اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون تېره ورځ یک شنبې (د سلواغې ۲۹مه) د افغانستان برښنا شرکت او دوو کمپنیو کنسټرکشن۷۷ او زولرستان بېوا سره لاسلیک کړ.

پر دې پروژې څه باندې ۴۷ ملیون ډالره لګښت راځي چې په سلو کې ۴۶ اعشاریه ۴۷ یې د افغانستان حکومت او ۲۵ اعشاریه ۳۴ نور یې پانګوونکې ورکوي.

د افغانستان برښنا شرکت به د دغه لمریز برښناکوټ برښنا د ۲۰ کلونو په مخه پیري او وروسته به برښناکوټ په بشپړ ډول دغه شرکت ته سپارل کېږي.

د برښنا شرکت وايي،  دا برښناکوټ به برښنا نه زېرمه کوي او یوازې به د ورځې په مخه د تولیداتو لپاره صنعتګرو او سوداګري سیمو ته برښنا ورکوي.

دغه راز به د افغانستان حکومت د صنعت د ودې او له صنعتګرو سره د همکارۍ لپاره په هر کیلو واټ کې ۶ اعشاریه ۵ سینټه سبسیډي ورکوي.

باید و ویل شي، چط تر دې وړاندې سږ کال په کندهار کې د یوه بل برښناکوټ د جوړولو چارې پیل شوې چې۱۰ میګاواټه لمریزه برښنا به تولیدوي او ټاکل شوې ده چې ژر یې کار بشپړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي