د اصلاحالاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر غني پخوانی سلاکار احمدضیا مسعود د ملي یووالي حکومت په پېژند پاڼو کې د هویت لیکنو پر سر نفاق ته په لمن وهلو تورن کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ضیا مسعود نن یک شنبې د سلواغې ۲۹ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال ادعا وکړه، چې په پېژندپاڼو کې د وګړو هویت د لیکنې موخه د خلکو تر منځ نفاق اچونه ده او د ملي وحدت حکومت دا کار ستر فساد ته لار برابرول دي.
نوموړي خبردارۍ ورکړ، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ به په دې شکل ناوړه پایلې ولري او دغه څه به د خلکو ترمنځ د تاوتریخوالو او جګړو لامل شي.
احمد ضیا مسعود هغه پر خلکو غږ وکړ چې د بریښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر پر وړاندې ودریږي او د برېښنایي پېژندپاڼو له منلو انکار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نفوسو د احوال د ثبتولو د مرکزي ادارې چارواکي وایي، د بریښنایي تذکرو د وېش بهیر د پیلولو په موخه لومړي کارونه په ارګ ماڼۍ کې پیل شوي، خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د برېښنایي پېژندپانو د وېش بهیر پر ځنډولو ټنیګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل