د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د بایومتریک لړۍ پیل کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت وزیر فیض الله ذکي نن شنبې د (سلواغې ۲۹ مه) په کابل کې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو پر لور په نوم یوه سیمینار کې و ویل چې د دې پروسې هدف شفافیت او د فساد مخنیوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه درې ورځني سیمنار له لارې غواړي د بایومتریک لړۍ، په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي.
د هغه په وینا د شهیدانو د ورثې او معلولینو د بایومتریک لړۍ به راتلونکې اوونۍ به په ټولو ولایتونو کې په یوه وخت رسماً پیل کړي.
نوموړي و ویل«نننی سیمینارد دې بهیر پیل دی، د کار او ټولنیزو چارو ریسان رابلل شوي دي چې په مرکز کې د یوه عالي کمېسیون تر څار لاندې او په ولایتونو کې د ولایتي کمېسیونونو تر څار لاندې چې مشري یې والیان کوي، څو د دغه بهیر عملي چاري پیل شي، دوی نن دلته روزنه وینې، له راتلونکې اوونۍ څخه به ټولو ولایتونو کې په یوه وخت دا بهیر پیل شي.»
د کار د وزیر په خبره له دغه کار څخه یې موخه د فساد مخنیوی دی ځکه ځینو جرمي شبکو د شهیدانو د ورثې جعلي وثیقې جوړي کړې دي.
دغه وزارت په افغانستان کې د معلولینو او د شهیدانو د ورثې شمېر نېږدې درې سوه زره کسان یادوي، خو دا معلومه نه ده چې څومره شمېر یې د شهیدانو ورثه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل