۰
د فلسطین ولسمشر:

فلسطین د منځګړي په توګه د امریکا هېڅ ډول رول نه مني

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي، د فلسطین له اسرائیلو سره د کړکېچ په تړاو، د امریکا هېڅ ډول منځګړیتوب نه مني.
فلسطین د منځګړي په توګه د امریکا هېڅ ډول رول نه مني
د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي، د فلسطین له اسرائیلو سره د کړکېچ په تړاو، د امریکا هېڅ ډول منځګړیتوب نه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عباس دغه څرګندونې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په خبرو کې کړې دي.

عباس تېره ورځ دوشبنې (د سلواغې ۲۳ مه) مسکو ته په سفر تللی او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته یې ویلي، چې د منځني ختیځ د بحران د منځګړیتوب لپاره د امریکا هېڅ ډول نقش نه غواړي بلکې د دغه بحران د حل له پاره دې د یوه نوي څلور اړخیز میکانیزم غوښتونکی دی.

فلسطین وروسته له هغه په دغه بحران کې د امریکا له منځګړیتوب سره مخالفت پیل کړ چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر میاشت کې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژانده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د روسیې او امریکا ولسمشرانو هم د تلېفون له لارې د منځني ختیځ د مسایلو پر سر خبرې اترې کړې خو جزیات یې نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي