د ملي مقاومت جبهه وايي، د دوی ځواکونو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په چاڼیزو عملیاتو کې ۳ تنه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه بريد د پوليسو د بلاک په سيمه کې د طالبانو پر پوسته شوى دى.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۲ تنه طالبان ووژل شول، ۱ بل ژوبل دی.
د مقاومت جبهې وويل چې په دې بريد کې د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس