د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د تایلنډ ملي لوبډلې ته ۵-۳ ماتې ورکړه.
دا لوبه د جمعې په ورځ د وري په ۱۷ مه په تایلنډ کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، میثم فیضي، حسین محمدي دوه دوه او مهران غلامي یو ګول وکړ.
دغه غونډه په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې څو ورځې وړاندې د نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو په ګروپي پړاو کې د تایلنډ په وړاندې ماتې وخوړه.
خبرگزاری جمهور