په افغانستان کې د ايټاليا سفير د طالبانو د ډلې له اداري مرستيال سره وکتل او ويې ويل چې هېواد يې غواړي په افغانستان کې پروژې پلې کړي.
طالبانو نن سه شنې د وري اوله په یوه بیان کې وویل چې د دغې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ایټالیا له سفیرې ناتالیا کوینتاویل او د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي ګوینفرانکو سره وکتل.
مېرمن کوینتاویل له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو دوام ته په اشارې سره وویل، ایټالیا په افغانستان کې د پروژو پلي کول غواړي او د روغتیا، اوبو او روغتیا ساتنې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم ویلي چې د طالبانو امارت له اروپايي هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي وويل، دغه ډله هيڅ چا او هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنيت پر ضد وکاروي.
جمهورخبري آژانس