د هېواد په جنوب د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځیانو نن سهار د دې ولایت پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د دوی په خبره دغه برید نن د کب ۲۸ مه سهار شاوخوا ۳ بجې د پکتیکا ولایت د برمل او سپېرې ولسوالیو سیمه کې شوي دي.
ځینو سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د عبدالله شاه په نوم د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
ویل کیږي چې د برید پر مهال د تحریک طالبان پاکستان قومندان عبدالله شاه په خپل کور کې نه و.
د پاکستان حکومت او افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د وزیرستان کډوال په نښه شوي دي.
جمهورخبري آژانس