۰
واشنګټن پوست:

د طالبانو او سولې په اړه د خلیلزاد قضاوتونه ناسم وو، باید کانګرېس ته وغوښتل شي

یکشنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۰
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، کوم انځورنه چې په دې ورځو کې له افغانستان څخه نړۍ ته رسېږي، د امریکا په خارجي سیاست کې د یوې تراژیدۍ او یوه ناورین ښوودونکي دي.
د طالبانو او سولې په اړه د خلیلزاد قضاوتونه ناسم وو، باید کانګرېس ته وغوښتل شي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، کوم انځورنه چې په دې ورځو کې له افغانستان څخه نړۍ ته رسېږي، د امریکا په خارجي سیاست کې د یوې تراژیدۍ او یوه ناورین ښوودونکي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ورځپاڼه زیاتوي، هغه ښارونه چې طالبانو نیولي پر ورودي دروازو یې د جسدونه راځړول شوي، د هلمند مرکز لښکرګاه کې د طالبانو جګړه مار په داسې حال کې، چې د یوه افغان ماشوم جسد یې شاته پر سړک پروت دی، په ډېر ویاړ یې کمره ورته نیولې.

خو د افغانستان په یوه بله نقطه کې بیا ډداکتران د یوه ماشوم د ژغورلو لپاره چې طالبانو سخت وهلی ټکولی هڅه کوي، په کومه ګناه؟ ګناه یې دا وه، چې د طالبانو یې پلار نه خوښېده.

سرچینې زیاته کړې دا حالت کټ مټ هغه پېښې ته ورته دی، چې ۴۶ کاله وړاندې د کمبودیا شهزاده په یوه لیک کې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتو په اړه ده.

د ورځپاڼې له مخې هغه مهال چې د کمبودیا د حکومت مخالفو وسله والو سایه په ټول هېواد خوره وه، شهزاد امریکايي چارواکو ته لیکلي ما حتی فکر نه کاوه، چې تاسو به هغه خلک چې خپلواکي یې انتخاب کړې یوه ورځ یوازې پرېږدۍ، تاسو موږ له خپلو مرستو محروم کړو، په داسې حال کې، چې خپله مو هم توان کې څه نشته، تاسو موږ پرېږدۍ خو زموږ هیله دا ده، چې تاسو او هېواد مو تر آسمان لاندې خوښي ومومۍ، زموږ یوازې تېروتنه همدا وه، چې پر تاسو امریکایانو مو باور وکړ.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي، تاریخ تکرارېږي، درې کاله وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وخت وزیر مایک پمپیو و ویل، چې زلمي خلیلزاد د سولې سره د هڅو په خاطر ورسره یو ځای کوي، په په خړه پره فضا کې خلیلزاد یو سم غوراوی ښکارېده، هغه په افغانستان کې زېږېدلی، د ډېرو طالبانو په شان پښتون دی، له افغاني فرهنګ سره بلد او پر دواړو ژبو پښتو او دري پوهېږي.

د سرچینې په وینا پمپيو فکر کاوه، چې خلیلزاد یو صادق سړی دی، خو افغانانو هېڅ وخت په خلیلزاد باور ونه کړ، چېرته چې واشنګټن خلیلزاد ته د بې طرفۍ په سترګه کتل، افغانانو هغه یو قومي تمایلاتو ته ورمات کس لیده.

په مطلب کې ویل شوي، ډېری امریکایانو د ۲۰۰۱ د سپټمبر نه مخکې له طالبانو سره د خلیلزاد سوداګریزې معاملې هېرې کړې، خو ډېرو کمو افغانانو د هغه دا تېروتنې وبښلې.

خو د سرچینې په وینا خلیلزاد یوازې په ماضي کې مشکل نه وو، بلکې په اوسني وضعیت کې هم یو مشکل دی.

ورځپاڼه وايي، خلیلزاد د سولې مذاکراتو د توجیه لپاره ټینګار کولو، چې طالبانو تغیر کړی، ویل یې طالبان اوس هغه ډله نه ده، چې له سټپمبر وړاندې یې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن تېرویستې وه.

د مطلب لیکوال زیاتوي، خلیلزاد دا هم ویل، چې طالبان نور له القاعده سره متحد نه دي او تر ډېره ملي شوي دي خو په وینا یې ډېری افغانانو بیا بل ډو فکر کولو خو د نظر څرګندولو لپاره یې لار نه درلوده، ځکه خلیلزاد هېڅ مخالف ته دا مجال ورنه کړل، چې خپل نظر څرګند کړي.

د ورځپانې په وینا خلیلزاد او کابل کې د امریکا سفارت ان د یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو چې غوښتل یې د امریکا د کانګرېس له غړو سره خبرې وکړي د وېزو له صادرلو سره مخالفت وکړ، خو اوس هغه څه چې دی پرې پوهېده وايي، طالبان په واک کې ډېره برخه غواړي.

واشنګټن پوست وړاندي زیاتوي، اوس افغانان په ناامیدۍ سره د ښاغلي خلیلزاد د کارونو له امله انساني قرباني ورکوي او وینې یې.

ورځپاڼه زیاتوي، که افغان ښځو او ماشومانو د هغه سولې پروسې په خاطر چې خلیلزاد یې معمار دی، نه وژل کېدای شاید امریکا د خلیلزاد له لګښتونو صرف نظر کړی وای، که ولسمشر بایډن خلیلزاد لرې کړی وای او خپل استازی یې د یوه واقعي، منطقي او کم خپل ممنونکي کس په توګه د دغه پروسې لپاره ټاکلی واي، د دې اوسنۍ فاجعې مخنیوی کېدای شوای.

خو ورځپاڼه وايي، اوس هم وخت نه دی تېر او د دې وخت رارسېدلي، چې خلیلزاد امریکا ته راوغوښتل شي، ځکه د هغه قضاوت غلط ثابت شو او د سولې پروسې کنټرول یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینه ټينګار کوي، چې نور افغانان خلیلزاد او د هغه مداخله د سولې پروسه کې نه غواړي نو دې ته په کتو د دې وخت رارسېدلی، چې خلیلزاد د اطلاعاتي ناکامیو، کمزورو فرضیو او ناسمو قضاوتونو چې د سولې پروسه یې خنډنۍ کړې په اړه پلټنې وکړي.

ورځپانه وايي، خلیلزاد باید نور خپلې ورځې د سولې د پروسې پر ځای د امریکا په سنا مجلس کې تېرې کړي او د دغه پوښتنې په اړه چې څه شیان یې اشتباه او تېروتنې وي، ځواب و وايي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي