۰
ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

چهارشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره کتنه کې دا غوښتنه مطرح کړې ده.

د ارګ خبرپاڼه وایي، دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې پروسې، د تاوتریخوالي پای ته رسولو پر اړتیا، اوربند او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو پر غوره انسجام خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي غني د دایمې اوربند او سولې  د تامین لپاره د افغان ولس غوښتنې ته په اشارې ویلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی په هېڅ راز د منلو نه دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، د افغانستان دولت په سولې پروسه کې ملي پیاوړې اجماع رامنځته کړې او نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر د افغانانو د برحقه غوښتنې هراړخیز ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې مېرمن لایسن دوحې ته د خپل وروستي سفر جزئیات له ښاغلي غني سره شریک کړي او د جینوا کنفرانس د بریالي تر سره کېدو مبارکي یې ویلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم ټینګار کړی، چې باید په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالی پایته ورسېږي او د سولې پروسه مثبتې پایلې ولري.

د ناستې په پای کې ښاغلي غني د کرونا دویمې څپې ننګونو ته په اشارې ویلي، په کابل کې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دفترونه دې د کرونا ویروس مبارزې استعجالیت او بېړنیو حالاتو ته په پام خپلې ژمنې د افغانستان روغتیایې سیستم د پیاوړتیا او کرونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزمنې مبارزې په موخه ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي