سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د طالبانو له برید وروسته افغان هوايي ځواک د هغوی په موچو او پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، طالبانو په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو د بریدونو سره سم افغان ځواکونه هم لاس په کار شول او د دواړولورو تر منځ نښته رامنځ ته شوه، چې څو ساعته یې دوام وکړ.
د والي ویاند وايي، د جګړې پر مهال افغان هوايي ځواک د ځمکنیو ځواکونو ملاتړ ته رادانګلي او د طالبانو پر مورچلو یې مرګوني بریدونه کړي دي.
جیلاني فرهاد زیاتوی، چې په دغه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړې، چې د دغه هوايي برید سره طالبان په شاه تمبول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات یې افغان ځواکونو تر لاسه کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په خوست او هلمند کې هم پر طالبانو هوایي بریدونه شوي، چې له امله یې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورخبري آژانس:هرات