ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د لیندۍ ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک دغه برید تېره شپه د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ بره کوه په سیمه کې پر طالبانو کړی دی.
سرچینه وايي، طالبانو پلان درلود، چې په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي خو افغان ځواکونو په دفاعي فعال حالت کې پرې وار ړومبی کړی او هوايي برید یې پرې کړی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، په دغه جګړه او هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز سرچینې زیاتې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه مرکز، یو زندان او دوه پوستې هم له منځه وړل شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژآنس:کابل