کابل کې د چین سفیر ليو جين سونګ وايي، چین او افغانستان له ګډ برخلیک سره مخ شوي، هیله ده، چې د سولې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین سفارت پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات ښي، ښاغلي سونګ دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره لیدنه کې کړي دي.
د چین سفیر ویلي، چين او افغانستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه دي او په تاريخ کې يې د دولتي خپلواکۍ او ملي ازادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کړې دي.
د هغه په وینا دواړه هېوادونه له ګډ برخلیک سره مخ شوي او هیله یې وښوده چې د سولې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.
سفیر سونګ زیاته کړې چين هيله لري چې افغانستان د سولې او جوړجاړي په بهير کې مثبت پرمختګونه ومومي او د چين او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب ویلي، چين په نړۍ کې يو لوی هېواد او د افغانستان ښه ګاونډی هم دی.
ښاغلي محب زیاته کړې، چې افغانستان له چين سره د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د افغانستان د ملي جوړجاړي او بيا رغونې په تړاو مسئلو کې د چين مهم رول ستايي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، هيله لري چې له چين سره د نظريو تبادلې او همکارۍ لا پياوړې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل