کابل کې د چین سفیر:

هیله ده د سولې خبرې مثبتې پایلې ولري

12 جدی 1397 ساعت 14:23

کابل کې د چین سفیر ليو جين سونګ وايي، چین او افغانستان له ګډ برخلیک سره مخ شوي، هیله ده، چې د سولې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.


کابل کې د چین سفیر ليو جين سونګ وايي، چین او افغانستان له ګډ برخلیک سره مخ شوي، هیله ده، چې د سولې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین سفارت پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات ښي، ښاغلي سونګ دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره لیدنه کې کړي دي.

د چین سفیر ویلي، چين او افغانستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه دي او په تاريخ کې يې د دولتي خپلواکۍ او ملي ازادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کړې دي.

د هغه په وینا دواړه هېوادونه له ګډ برخلیک سره مخ شوي او هیله یې وښوده چې د سولې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.

سفیر سونګ زیاته کړې چين هيله لري چې افغانستان د سولې او جوړجاړي په بهير کې مثبت پرمختګونه ومومي او د چين او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب ویلي، چين په نړۍ کې يو لوی هېواد او د افغانستان ښه ګاونډی هم دی.

ښاغلي محب زیاته کړې، چې افغانستان له چين سره د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د افغانستان د ملي جوړجاړي او بيا رغونې په تړاو مسئلو کې د چين مهم رول ستايي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، هيله لري چې له چين سره د نظريو تبادلې او همکارۍ لا پياوړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112004

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112004/

جمهور
  https://www.jomhornews.com